د حضرت سليمان د متلونو کِتاب
پېژندګلو
ډيره د خوشحالئ خبره ده چې اوس يو آسمانې کِتاب ستاسو په مورنئ ژبه کښې ستاسو په لاس کښې دے. اوس تاسو په خپلو لاسُونو کښې د خُدائې حِکمت يوه لويه خزانه نيولی ده. دا د متلونو هغه مجموعه ده چې د حضرت داؤد عليه السلام زوئ د حضرت سليمان عليه السلام په واسطه رايوځائ شوى اؤ تصنيف شوی دى. حضرت سليمان بادشاه ته پاک خُدائ يو خاص اؤ نادر حِکمت ورکړے وو. په ځوانئ کښې هغۀ د پاک خُدئ نه په دُعا کښې خواست وکړو چې، ”ما له حِکمت راکړه چې ستا په خلقو باندې په اِنصاف سره بادشاهی وکړم اؤ د ښهٔ او بد په مينځ کښې فرق وپيژنم. ګنې نو زهٔ به څنګه د دې جوګه شم چې ستا په لوئ قوم باندې بادشاهی وکړم“ (اول بادشاهان ۳:_۹). په صحيفو کښې ليکلے شوې دی چې مالِک خُدائ د حضرت سُليمان په دې غوښتنه باندې خوشحاله وو چې حضرت سليمان ترې نه د عقل اؤ حِکمت غوښتنه وکړه، نو د هغۀ خواهش يې پوره کړو، او ورته يې وفرمائيل: ”تا حِکمت غوښتلے دے چې په اِنصاف سره بادشاهى وکړې اؤ خپل اُوږد عُمر، مالدارى اؤ د خپل دُشمن مرګ دې نۀ دے غوښتے، نو زۀ به هغه څۀ وکړم چې تا غوښتى دى. زۀ به تا له دومره ډېر حِکمت اؤ پوهه درکړم چې نۀ به چا ته مخکښې مِلاؤ شوې وى اؤ نۀ به تا نه وروستو چا ته مِلاؤ شى“ (اول بادشاهان ۳:_۱۱‏_-_۱۲).
دا متلونه د فلسطين په مُلک کښې د حضرت سليمان په وسيله يعنې د نن نه څۀ دپاسه درې زره کاله وړاندې رايوځائ کړے شوی دی. د حيرانتيا خبره خو دا ده کۀ څۀ هم چې دا متلونه ډير پخوا ليکلے شوی دی، خو باوجود د دې دا ډير معنې خيز دى اؤ داسې لږې لکه چې دا هم نن ليکلے شوى دى. دا د متلونو کِتاب د ايماندارانو ليکوالو د يو لويې کړۍ په ذريعې ستاسو لاسُونو ته راورسيدلو، چا چې دا د اصلی عبرانى صحيفو نه نقل کړے دے، هو به هو هغه شان څنګه چې خُدائ پاک حضرت سليمان ته الهام ورکړے وُو چې يې وليکی، اؤ نن هم دا هم هغه شان دے اؤ د کوم بدلون اؤ تحريف نه ساتلے شوے دے. ځکه چې په خپله خُدائ پاک وعده کړې ده چې هغه به د خپل کلام حفاظت کوى اؤ دا د هغۀ کلام دے اؤ زمُونږ د زده کولو دپاره ګټور دے. د دې ليکلو څۀ زړې نسخې دی چې سائنس ثابتې کړی دی چې د هجرى کلنډر نه ۱۵۰۰ کاله پخوانۍ دی. دا د هغه اصلى پخوانو نُسخو عکس دے چې د يو طومار په شکل کښې د مالګې په درياب کښې دريافت شوے وو.
د دې کِتاب بُنيادی مقصد څۀ دے؟
د دې کِتاب بنيادی مقصد دے چې زمُونږ سره مدد وکړی اؤ هغه دا چې مُونږ په هوښيارتيا اؤ کاميابئ سره د خُدائ پاک په يره کښې خپل ژوند تير کړُو. مُونږ ته د کِتاب په شروع کښې داسې ووئيلے شُو چې د عقل اؤ حِکمت شروع د خدائ پاک په يره کښې ده (متلونه ۱:_۷). د خُدائ پاک نه د يريدلو مقصد چې خپل ځان د هغۀ منونکے جوړ کړُو اؤ ګُناهونه رد کړُو. هم دا يره ده چې مُونږ ترې سبق ايزده کوؤ چې د خدائ پاک د مرضئ په مطابق ژوند تير کړُو اؤ دا مُونږ ته د حِکمت تعليم هم راکوی.
متلونه دې دپاره وليکلے شُو چې ساده خلقو ته پوهه ورکړی، او ځوانانو ته حِکمت اؤ شعور ورکړی (۱:_٤) اؤ چې هوښيار نور هم هوښيار کړی (۱:_۵). متلونه د حِکمت زده کولو دپاره ښۀ اؤ آسانه طريقه ده ځکه چې کوم تعليم چې د دې نه حاصليږی دا په مکمل شکل کښې وی اؤ په آسانئ سره ذهن کښې کينې، دا په وئيلو کښې لنډ اؤ خواږۀ اؤ په حفظ کولو کښې آسان وی. خو د کِتاب مقصد نۀ يواځی حِکمت حاصلول دی بلکه د دې مقصد دے چې حقيقت زمُونږ د زړونو بيخ ته ورښکته شی، چې زمُونږ اخلاق په داسی انداز کښې بدل کړی چې زمُونږ کورنئ اؤ دُنيا بدله کړی. دا شان بدلون زمُونږ په خپل کوشش سره ناممکنه دے، بلکه مُونږ ته په کار دی چې داسې دُعا وکړُو لکه څنګه چې حضرت سليمان عليه السلام وکړه، چې د ټولو رب یعنې قادر مطلق خُدائ مُونږ ته داسې برکت راکړی چې مُونږ د دې قابل وګرځوی چې هغه شان ژوند تير کړُو په کوم چې هغه خوشحاليږی.
د عملی حِکمت دپاره د متلونو کِتاب د روزمره ژوندون دپاره عملی لارښود دے. په دې کښې د تجارت، د ملګرتيا، د وادهٔ، د ماشومانو د پرورش، د پيسو، د قرض، د کاروبار په حقله نورې ډيرې خبری شته دے. ډير متلونه د عقلمندو اؤ د کم عقلو په ژوند کښې فرق ښکاره کوی. د صادِقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځلیږی اؤ لا نوره هم زیاتیږی تر څو چې د ورځی رڼا نهٔ وی راښکاره شوی (٤:_۱۸). خو د بدکارانو لار لکه د تورې تیارې په شان ده، دوئ په دې نهٔ پوهیږی چې په څهٔ باندې یې تيندک وخوړلو (٤:_۱۹).
د متلونو په کِتاب کښې عقل اؤ حِکمت د ټولو اِنسانانو دپاره دے اؤ د عملی نصيحتونو په شمول کوم چې يوه ټولنه اؤ معاشره د امن او امان اؤ محبت طرف ته بيايى. نشه تماشه، زيات خوړل، حسد، کينه اؤ بُغض اؤ دُشمنی اؤ لالچ به ختم کړے شی. غريب به نهٔ نظر انداز کيږی، دا لوستونکو ته د ايماندارئ، راستئ، ذمه وارئ، مهربانئ، سخاوت، د معاف کولو، حقيقت، صبر، عاجزئ، خوشحالئ، وفادارئ، پرهيزګارئ، ځان قابو کښې ساتل اؤ د هوښيار سوچ د انجام ترغيب ورکوی، دا د اخلاقو، خواهشاتو اؤ د هغوئ د عملونو نه راځی. غُصه په قابو کښې ساتئ، فساد اؤ جګړو نه لرې اوسیږئ، فضول خبرو نه پرهيز وکړئ، کبر پريږدئ، عدالتونه دې د بې اِنصافئ نه پاک وی، د شرعی د اختيارمندو عزت وکړئ. مور پلار دې خپلو بچو ته د صحيح تربيت اؤ تعليم ورکولو خيال وساتى، اؤ بچی دې د خپل مور پلار عزت کوی اؤ هغوئ دې خپله کورنۍ د بی شرمئ نه وساتى.
د پښتنو سره د متلونو تعلق
بله خاص خبره د دې کِتاب په باره کښې دا ده چې د پښتنو رسم و رواج اؤ تاريخ سره د دې ډير جوخت تعلق دے. تاريخ ليکونکې نعمت اللّٰه دا په خپل مشهور کِتاب مخزنی افغانی کښې، د مغل بادشاه جهانګير د بادشاهئ په دوران کښې ليکلې دى. هغه په دې کِتاب کښې دا په ګوته کوی چې پښتانۀ څنګه د يهُودی بادشاه تالوت اولاد دے (چې ورته ساؤل هم وئيلے شی). شايد دا وجه ده چې د سليمان په متلونو کښې زمُونږ د رسم و رواج سره نن هم يو شان والے موجود دے. لکه څنګه چې نن مونږ دا متلونه وايو نو دا د حضرت سليمان په متلونو کښې هم شته. مثلاً د دروغو مزے لنډ وى (۱۲:_۱۹) اؤ دال ساګ دې وى خو چې مينى سره وى، کۀ چرګ وى اؤ نفرت ورسره وى نو فائده يې څۀ ده (۱۵:_۱۷). دې موضوع ته هم توجو ورکول په کار دی چې د پاک خُدائ کلام به هميشه زمُونږ رسم اؤ رواج ته يو خبردارے وی، ځکه چې خُدائ پاک مومنانو ته وائی چې خپل ذاتيات شا ته وغورځوئ اؤ هغه پريږدئ. خپله پيروی مهٔ کوئ اؤ د هغهٔ پيروی وکړئ.
د مقدس کِتاب لوستل زمُونږ دپاره يوه لویه ذمه واری ده هغه دا چې د هغې په لوستلو اؤ په ليکلے شوی شريعت باندې عمل وکړُو اؤ خپلی خوښې ناخوښې شا ته وغورځوُو نۀ صرف دا چې په دې يقين وساتُو چې د دې په لوستلو به مُونږ ته برکت مِلاؤ شی. مُونږ ته په کار دی چې په دې کتابونو کښې لارښونې پيدا کړُو اؤ هغه په خپل زړهٔ کښې وساتُو اؤ عمل پرې وکړُو، کومې چې خُدائ پاک خوښې کړی دی. د مقدس کِتاب سره رابطه ساتل: دوستانو کۀ چرې تاسو غواړئ چې د مقدس کِتاب نور آسمانى کتابونه ولولئ چې په پښتو کښې ترجمه شوی دی، نو په دې پته يې غوښتنه وکړئ. پاکستان بائبل سوسائټى، بائبل هاؤس، انارکلى لاهور.
اول باب
د حضرت سُلیمان متلونه
١ د داؤد د زویٔ د سُلیمان متلونه چې د اسرائیلو بادشاه وو. ٢ د دوئ مقصد دا دے چې خلقو ته د حِکمت اؤ تربیت په حقله تعلیم ورکړی اؤ چې هغوئ په عقلمندو خبرو باندې پوهه شی. ٣ دا به تاسو ته تعلیم درکړی چې څنګه به خپل ژوند په صداقت، عدل اؤ اِنصاف سره تیروئ. ٤ دا متلونه ساده خلق هوښیاروی اؤ ځوانانو له عقل اؤ تميز ورکوى. ٥ دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى اؤ د عالِم راهنمائى کوى، ٦ نو هغوئ به په متلونو اؤ مثالونو اؤ د هوښیارانو په خبرو اؤ د هغوئ په معماګانو دواړو باندې پوهه شی.
د ځوانانو دپاره نصيحت
٧ د مالِک خُدائ يره د علم شروع ده، خو کم عقل خلق د حِکمت اؤ تربيت سپکاوے کوى. ٨ زما زويه، د خپل پلار لارښونو ته غوږ شه اؤ د خپلې مور تعلیم دې مهٔ هيروه. ٩ د هغوئ نصیحتونه به ستا د سر دپاره ښائسته سهره اؤ ستا غاړى دپاره د عزت هار وی. ١٠ زما زویه، کله چې ګُناهګاران ستا د بې لارې کولو کوشش کوی، نو د هغوئ نه ځان ساته. ١١ کۀ چرې هغوئ ووائى، ”راځه، چې يو ځائ شُو اؤ د پټ ځائ نه ګُذار وکړُو اؤ قتل وکړُو! راځه چې په يو بې ګُناه کس باندې هسې د خوند دپاره غلې حمله وکړُو! ١٢ راځه چې د قبر په شان هغوئ ژوندى تیر کړُو، د هغوئ په شان لکه څوک چې د مرګ کندی ته کوزیږی. ١٣ مُونږ به هر قِسمه قيمتى څيزُونه حاصل کړُو اؤ د لوټ د مال نه به خپل کورُونه ډک کړُو! ١٤ راځه مُونږ سره ملګرے شه اؤ مُونږ چې څۀ لُوټ کړُو نو په هغې کښې به تا له هم برخه درکړُو.“ ١٥ زما زويه، د داسې خلقو سره مۀ ځه، اؤ د هغوئ په نقش قدم مهٔ ځه. ١٦ ځکه چې هغوئ د بدکارئ طرف ته په منډه روان وی، اؤ د وينې تويولو په اړخ تيزئ سره روان وى. ١٧ د یو مارغهٔ د سترګو د وړاندې جال خورول څومره بې فائدې دى. ١٨ خو دغه شان خلق د خپل ځان دپاره دام خوروی، داسې دام چې هغوئ به په خپله په کښې تباه شى. ١٩ هم دغه به وى انجام د هغه کسانو څوک چې د ناجائزه ‎پیسو ګټلو لالچی وی نو په دې وجه به د خپل ژوند نه لاس ووينځى.
د حِکمت آواز
٢٠ حِکمت په لارو کُوڅو کښې په تیزه چغی وهی، اؤ په چوکونو کښې په اوچت آواز ناری وهی. ٢١ د بازار په ګڼه کښې هغه چغې وهی، اؤ د ښار په دروازو کښې چرته چې خلق راغونډیږى هلته تقریر کوی: ٢٢ ”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ تر څو پورې به تاسو مسخره کوونکی په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ تر څو پورې به تاسو بې وقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟ ٢٣ راشئ اؤ زما سختې خبرې واؤرئ! زهٔ به خپل زړهٔ نه تاسو خبر کړم اؤ تاسو به هوښیار کړم. ٢٤ ما تاسو ته څو ځله آوازونه وکړل خو تاسو رانهٔ غلئ. زهٔ تاسو له درغلم خو تاسو ماته توجو رانهٔ کړه. ٢٥ تاسو زما ټول نصيحتُونه نظر انداز کړل اؤ زما اصلاح کول مو رد کړل. ٢٦ خو چې کله تاسو په تکليف کښې پرېوزئ نو زۀ به په تاسو پورې ملنډې کوم. اؤ زهٔ به تاسو پورې خندا کوم کله چې تاسو بدبختی راګیر کړی. ٢٧ کله چې بدبختی لکه د طوفان درباندې راشى، اؤ چې مُصيبت لکه د سيلئ په شان درباندې راشی اؤ چې مُصيبت اؤ سختی په تاسو باندې غالبه شی. ٢٨ نو بيا چې کله دوئ ما ته چغې وهی، خو زۀ به دوئ ته جواب نهٔ ورکوم. دوئ به ما هر چرته د زړهٔ نه ولټوی، خو دوئ به ما پیدا نۀ کړی. ٢٩ ځکه چې دوئ د پوهې نه نفرت کولو اؤ دوئ د مالِک خُدائ نه نهٔ یریدل خوښ کړل. ٣٠ دوئ زما نصيحت رد کړو، کله چې مې اصلاح کوله نو دوئ ماته هيڅ توجو رانهٔ کړه. ٣١ نو په دې وجه دوئ به د خپل چال چلن ترخه میوه وخوری اؤ په خپلو منصُوبو به ماړهٔ شی. ٣٢ د ساده خلقو سرکشې به دوئ مړهٔ کړی، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کیږی. ٣٣ خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږی، اؤ د نُقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“