اولسم باب
١ د سکُون سره سپوره ډوډۍ بهتره ده د هغې کور نه چې په کښې ښهٔ خوراکونه د لانجو سره وی. ٢ يو هوښيار نوکر به د مالِک په شرمیدلی زوئ باندې حُکم چلوی، اؤ په میراث کښې به ورته حصه هم لکه د یو ورور په شان مِلاؤ شی. ٣ سرۀ زر اؤ سپين زر په اور معلُومولے شى، خو زړُونه مالِک خُدائ معلُوموى. ٤ بدکاره اِنسان خرابو خبرو ته غوږ نیسی اؤ دروغژن غيبت ته توجو ورکوی. ٥ هر هغه څوک چې په غريبانانو پورې خندا کوی، نو د هغهٔ د خالِق بې عِزتى کوی اؤ هر هغه څوک چې د چا په بدبختۍ خوشحالېږى نو دے به هم بې سزا پاتې نهٔ شى. ٦ نمسی د خپلو مشرانو دپاره تاج وی، اؤ ماشومان په مور پلار فخر کوی. ٧ کۀ هوښيارې خبرې د يو کم عقل دپاره نامناسبه وی، نو د یو بادشاه دپاره به دروغژنې شونډې څومره نامناسبه وی. ٨ رشوت د ورکونکی دپاره د جادو په شان وی، ځکه هغه چې هر څهٔ کوی نو کاميابيږی. ٩ هر هغه څوک چې د نورو خطاګانی معاف کوی نو مينې ته وده ورکوی، خو هر هغه څوک چې یوه خبره بار بار تکراروی نو نزدې دوستان سره جدا کوی. ١٠ يو هوښيار کس په یو ځل تنبیه کولو سره دومره زیات متاثره کیږی، نه چې یو کم عقل په سلو کوړو. ١١ بدکاره صرف سرکشئ پسې ليونی وی، خو دوئ ته به سخته سزا مِلاؤ شی. ١٢ دا بهتره ده چې د هغې میلوګی سره دې واسطه راشی چې بچې ترې چا پټ کړی وی په ځائ د دې چې یو بې وقوفه په خپل کم عقلتوب ټینګار کوی. ١٣ کۀ چرته یو اِنسان د ښو په بدل کښې بد کوی، نو د هغهٔ د کور نه به هيڅ کله بدی ختمه نهٔ شی. ١٤ د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سُورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نهٔ شی نو دا زر ختم کړه. ١٥ بد عمله کس پريښودل، اؤ بې ګُناه له سزا ورکول، مالِک خُدائ د دې دواړو کارونو نه نفرت کوى. ١٦ په کم عقل د خرچې کولو څهٔ فائده نشته، ځکه چې هغه په خپله د عقل زده کولو خواهش نهٔ کوی. ١٧ دوست په هر وخت کښې مینه کوی، اؤ ورور هغه دے چې په مُصيبت کښې په کار راشی. ١٨ څوک چې کم عقل وی خپل لاس د ګاونډی په ځائ په ضمانت کښې بل ته ورکوی. ١٩ هر هغه څوک چې د جنګ جګړو سره مينه کوی د ګُناه سره مينه کوی، هر هغه څوک چې په لوړه ګرځی نو تباهئ ته دعوت ورکوی. ٢٠ هر څوک چې بد ګمانه وی نو هغه به برکت ونهٔ مومی، د چا ژبه چې دوکه ماره وی په مُصيبت کښې به راګیر شی. ٢١ د چا په کور کښې چې بې وقوفه زوئ پیدا شی نو په کور کښې غم اؤ پريشانې راؤلی، د بې وقوفه د پلار دپاره خوشحالی نشته. ٢٢ خوشحاله زړهٔ د ټول بدن دپاره ښهٔ دوائی ده، خو مات زړهٔ هډوکی هم وچوی. ٢٣ بدکاران په پټه رشوت اخلی د اِنصاف په لاره کښې دوئ مداخلت پیدا کوی. ٢٤ د يو پوهه اِنسان مقصد د عقل حاصلول وی، خو د بې وقوفه لټون بې مقصده وی. ٢٥ کم عقل زوئ د خپل پلار د غم باعث وی، اؤ د تریخوالی باعث د هغه چا دپاره وی د چا نه چی پیدا وی. ٢٦ يو بې ګُناه ته سزا ورکول ښۀ خبره نهٔ ده، اؤ نۀ یو شریف ته د هغهٔ د شرافت په وجه کوړی ورکول ښۀ خبره ده. ٢٧ يو هوښيار ډيرې کمې خبرې کوی، اؤ یو پوهه کس نرمې خبرې کوی. ٢٨ تر دې چې يو کم عقل هم هوښیار ګڼلے شی کله چې دے غلے وی، اؤ تمیزدار ښکاری کۀ چرې دے خپله خُله بنده ساتى.