يو دېرشم باب
د بادشاه دپاره نصيحت
١ دا هغه خبرې دی چې لمو اېل بادشاه ته خپلې مور تعلیم ورکړے وو: ٢ اے زما زویه، اے زما د تن نه په نذرونو اؤ منتونو پيدا شوی زویه، ٣ خپل د ځوانئ طاقت دې په ښځو مهٔ ختموه اؤ خپل مال په هغوئ مهٔ خرچ کوه، ښځو بادشاهان تباه کړی دی. ٤ اے لمو اېله، د بادشاه دپاره دا ښهٔ کار نهٔ دے، چې شرابی وی، اؤ حُکمرانان دې شرابخوارهٔ نهٔ وی. ٥ هسې نه چې دوئ شراب وڅښى شریعت ترې نه هير شی اؤ ټول مظلومان د خپل حق نه محرومه کړی. ٦ تیز شراب هغوئ ته ورکړه څوک چې تباه کیږی، اؤ شراب د هغوئ دپاره وی څوک چې په غم آخته وی. ٧ دوئ پرېږده چې ځان نشه کړی اؤ چې خپله غريبى پرې هېره کړى چې خپل غم ورنه هير شی. ٨ د هغوئ په ځائ خبرې کوه څوک چې د خپل ځان دپاره خبره نۀ شى کولے. اؤ د هغه ټولو خلقو د حق دپاره څوک چې مسکينان وی. ٩ خبره کوه اؤ په اِنصاف سره عدالت کوه، د غریب اؤ حاجتمند د حق حِفاظت وکړه.
يوه عزتمنده ښځه
١٠ يوه پاکه اؤ عزتمنده ښځه څوک پیدا کولے شی؟ هغه د لعلونو نه زیاته قیمتی وی. ١١ د خاوند په هغې باندې پوره باور وی، اؤ هغه به دے د څهٔ محتاجه نهٔ کړی. ١٢ په خپل ټول عمر کښې به دا هغهٔ ته فائده ورکوی اؤ نُقصان به نهٔ ورکوی. ١٣ هغه سنډ اؤ وړۍ پیدا کوی اؤ د هغې نه په خپلو لاسُونو په خوشحالۍ سره کپړې جوړوی. ١٤ هغه د سوداګرو د سمندرى جهاز په شان وى، څوک چې خپل خوراک د لرې نه راؤړى. ١٥ هغه سحر وختى راپاڅیږی لا چې تیارهٔ وی اؤ د خپل خاندان دپاره خوراک تياروى اؤ خپلو وينځو ته کار ورښائى. ١٦ د زيات سوچ کولو نه وروستو هغه چرته زمکه خوښوی اؤ په بيعه يې اخلی اؤ د خپلې ګټې اؤ محنت په پیسو پکښې د انګور باغ لګوی. ١٧ هغه خپل کار په ډير محنت اؤ د زړهٔ نه کوی، اؤ د هغې مټې د خپل کار پوره کولو دپاره مضبوطې وی. ١٨ هغه په دې پوهیږی چې روزګار يې ګټه کوی، نو په شپه کښې تر ناوخته کار کوی. ١٩ هغه په خپلو لاسُونو سره څرخه کوی اؤ دوک په خپلو ګوتو سره نیسى. ٢٠ هغه خپل لاسُونه د غريبانانو مدد دپاره غزوی اؤ حاجتمندو ته خپل لاسُونه ورسوی. ٢١ کله چې واؤره ورېږى نو د هغې سره د خپل خاندان څۀ فکر نۀ وى، ځکه چې هغې دوئ ته ګرمې جامې تیارې کړی وی. ٢٢ هغه د خپل کټ دپاره څادر اؤ د خپل ځان دپاره نازکی اؤ رنګارنګ کپړې تياروی. ٢٣ د هغې خاوند ته په جرګه کښې عزت ملاویږی، کله چې هم دے د ښار د مشرانو سره ناست وی. ٢٤ هغه د لټی جامې جوړوی اؤ خرڅوی، اؤ تاجرانو ته يې د پټۍ په شکل کښې هم ورکوی. ٢٥ هغه د طاقت اؤ وقار په لباس ملبوسه ده اؤ د راتلُونکو ورځو په حقله هغه خاندى اؤ بې فکره وی. ٢٦ هغه په حِکمت سره خبرې کوى، اؤ هغه په مهربانئ سره ښُودنه کوی. ٢٧ هغه د خپل کور په حالاتو اؤ سامان باندې خيال ساتى اؤ د ناراستئ ډوډۍ نهٔ خوری. ٢٨ د هغې بچى چې راپاڅى نو دې ته برکت ورکوی اؤ خاوند يې هم صِفت کوى: ٢٩ ”ډیرې ښځې دی چې د عزت اؤ درانهٔ کارونه کوی، خو تهٔ د دې ټولو نه ښۀ يې.“ ٣٠ نازونه اداګانې دوکه ده اؤ حُسن فانې دے، خو کُومه ښځه چې د مالِک خُدائ نه يرېږى نو هغه د صفت قابله ده. ٣١ کوم کارونه چې هغې کړی دی هغې ته يې اجر ورکړئ، اؤ د خلقو په منځ کښې د هغې د محنت ستائينه وکړئ.