شپږم باب
د بل چا د قرض ضمانت مهٔ کوه
١ زما زویه، کۀ چرې تا د خپل ګاونډی دپاره په ضمانت کښې څهٔ ایښې وی، اؤ یا تا د بل چا د قرض د ورکولو وعده کړی وی، ٢ کۀ تهٔ چرې د خپلو خبرو په وجه په لټ کښې راګیر شوے یې، اؤ په دام کښې د خپلې خُلې دلاسه راګیر شوے يې، ٣ نو بيا زما زویه، په دې کولو سره تهٔ د خپل ګاونډی په لاسُونو کښې پریوتې، نو د هغهٔ د دام نه د خلاصیدو دپاره، هغۀ له ورشه اؤ خپل ځان کمزورے کړه اؤ هغۀ ته مِنت زارى وکړه چې هغه تا د دې ذمه وارئ نه آزاد کړی. ٤ زر ورشه مهٔ اودهٔ کيږه اؤ خپلې سترګې مرغئ مرغئ کيدو ته مهٔ پریږده. ٥ نو خپل ځان لکه د هوسۍ په شان د ښکاری نه اؤ لکه د مارغهٔ په شان خپل ځان د ښکاری د جال نه آزاد کړه. ٦ ناراسته خلقو میږو ته وګورئ، اؤ د هغوئ په چال چلن باندې غور وکړئ اؤ هوښیار شئ. ٧ دوئ نۀ مشر لری، اؤ نۀ څوک افسر اؤ نۀ حُکمران لری، ٨ خو دوئ په اوړی کښې خپل خوراک راټولوی، اؤ خپل ځان دپاره خوراک په لو کښې راجمع کوی. ٩ خو تهٔ ناراسته سړيه تر څو پورې به پروت يې؟ اؤ تهٔ به کله د خوب نه راپاڅیږې؟ ١٠ تهٔ وائې، ”لږ وخت دپاره به اودۀ شم، اؤ سترګې به پټې کړم، لږ به خپل لاسُونه راغونډ کړم اؤ آرام به وکړم.“ ١١ نو بیا به غريبى اؤ نيستی د وسله بند ډاکُو په شان په تا باندې حمله وکړی. ١٢ بدمعاشان اؤ کمینه خلق، ټوله ورځ تش دروغ وائی. ١٣ هغوئ سترګې وهى اؤ ستا د دوکه کولو دپاره په پښو اؤ ګوتو اشاری کوى، ١٤ د هغوئ کاږهٔ زړونه خرابې منصُوبې جوړوى، نو دغه شان هغوئ همیشه په هر ځائ کښې سر خوږے پيدا کوى. ١٥ نو په هم دې وجه په داسې کس باندې ناګهانې آفت راځی، اؤ ناګهانه به هغه ټوټه ټوټه شی اؤ بیا به د جوړيدلو نهٔ وی. ١٦ ‏ شپږ څيزونه دی چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوی بلکه اووۀ څيزُونه دی چې مالِک خُدائ هغه نۀ شى برداشت کولے: ١٧ مغرُوره سترګې، دروغژنه ژبه، هغه لاسُونه چې بې ګُناه وینه تویوی، ١٨ هغه زړهٔ چې بدې منصُوبې جوړوى، هغه ښپې چې د شرارت طرف ته منډې وهى، ١٩ دروغجن ګواه څوک چې دروغ وائی، اؤ هغه کس چې د خاندان په مينځ کښې سرخوږے پیدا کوی.
د زنا خِلاف خبردارے
٢٠ زما زويه، د پلار په حُکمونو عمل کوه، اؤ د خپلې مور لارښونه مهٔ هيروه. ٢١ د هغوئ خبرې تل دپاره په خپل زړهٔ کښې يادې ساته، اؤ د هار په شان يې په خپله غاړه کښې ګرځوه. ٢٢ هرکله چې تۀ روان يې نو هغه به ستا رهنمائی کوی، اؤ کله چې اودهٔ یې نو هغه به ستا حفاظت کوی، هرکله چې راویښ شې، نو هغه به درته مشوره درکوی. ٢٣ نو د هغوئ حُکمونه ډیوه ده اؤ د هغوئ هدایت رڼا ده، اؤ د هغوئ اصلاح د ژوندون لار ده. ٢٤ دا به تا د بدکاره ښځو نه ساتى، اؤ د زناکارو ښځو د نرمو خبرو نه به دې ساتى. ٢٥ د هغوئ په ښائست خپل زړهٔ مهٔ بائيله، اؤ نۀ چې د هغې سترګې وهل تا راګیر کړی. ٢٦ يوه کنجره تهٔ د يوې ډوډۍ په قيمت اخيستے شې، خو د بل سړی د ښځې سره زنا به ستا د ژوند په قيمت وى. ٢٧ څوک په خپله جولئ کښې بل شوے اور د کپړو سوزیدلو نه غیر اوچتولے شی څهٔ؟ ٢٨ څوک په ګرمو سکروټو باندې بغیر د ښپو پولئ کيدو اؤ سوزیدو نه ګرځیدلے شی څهٔ؟ ٢٩ نو دا کس هم د هغه چا په شان دے څوک چې د بل چا د ښځې سره څملی، څوک هم چې د هغې سره زنا کوی نو د سزا نه به خلاص نهٔ شی. ٣٠ خلق هغه غل ته سپک نۀ ګوری څوک چې د خپلې لوږې د ختمیدو دپاره غلا کوی، ٣١ خو کۀ هغه ګير شى، نو هغه به اووۀ چنده ورکوى، کۀ څهٔ هم د هغهٔ د کور په ټول سامان يې قیمت پوره کيږی. ٣٢ خو کۀ يو سړے زنا کوى نو هغه بې حده کم عقل دے، ځکه چې هغه خپل ځان تباه کوی. ٣٣ هغه به وهل وخوری اؤ بې‌عِزته به شى، اؤ دا شرم به هیڅکله د هغهٔ نه اخوا نهٔ شی. ٣٤ نو غیرت به يې د خاوند قهر راوپاروی اؤ په بې رحمئ سره به خپله بدله اخلی. ٣٥ هغه به د دې په بدل کښې معاوضه نهٔ قبلوی اؤ هغه به رشوت هم رد کړى کۀ څومره ډیر هم وى.