اتم باب
د پوهې آواز
١ غوږ شئ! ولې پوهه آوازونه نهٔ کوی څهٔ؟ پوهې خپل آواز نهٔ دے پورته کړے څهٔ؟ ٢ هغه په اوچتو ځایونو د لارې په خوا کښې، اؤ چرته چې لارې په خپلو کښې ملاویږى ولاړه وی. ٣ هغه ښار ته د ننوتو اؤ راوتو دروازو په خوا کښې ولاړه وی اؤ په زوره چغې وهی: ٤ ”اے خلقو زۀ تاسو ټولو ته آواز کوم، اؤ په زمکه باندې ټولو اِنسانانو ته آواز کوم. ٥ اے ساده خلقو، احتیاط زده کړئ، اے بې وقوفو! عقل حاصل کړئ. ٦ غوږ شئ! ما سره ستاسو دپاره اعلٰی خبرې دی، اؤ زهٔ چې شونډې پرانیزم نو هغه څهٔ وایم څهٔ چې صحیح وی. ٧ زما خُله هغه څۀ وائی څهٔ چې رښتيا وی، ځکه چې زما شونډې د دروغو نه نفرت کوی. ٨ زما د خُلې ټولې خبرې دُرستی دی، يو خبره يې هم کږه يا د دوکی نهٔ ده. ٩ هوښیار په دې پوهیږی چې زما ټولې خبرې ټيک دی، چا سره چې علم وی هغۀ ته پته وی چې دا صحیح دی. ١٠ د سپینو زرو په ځائ زما لارښونې غوره کړئ، اؤ د خالص سرو زرو نه علم خوښ کړئ. ١١ ځکه چې حِکمت د قيمتې کاڼو نه هم ګران دے، اؤ ستا د خوښی يو څيز هم د دې برابر نهٔ دے. ١٢ زۀ حِکمت د پوهې سره یو ځائ اوسیږم، اؤ زما سره علم اؤ تمیز شته. ١٣ د مالِک خُدائ نه ویریدل دا دی چې د بدئ نه نفرت وکړئ، زهٔ د غرور، کبر اؤ غلط چال چلن اؤ بدو خبرو نه نفرت کوم. ١٤ ښې مشورې اؤ تمیز ورکول زما کار دے، زهٔ پوهه اؤ طاقت لرم. ١٥ زما په وجه بادشاهان حکومت کوی اؤ حُکمرانان مُنصفانه قانون جوړوی. ١٦ زما په وجه شهزادګان حکومت کوی، اؤ ټول صادِق حُکمرانان څوک چې په زمکه حکومت کوی. ١٧ زهٔ د هغه چا سره مینه کوم څوک چې ما سره مینه کوی، اؤ څوک چې زما لټُون کوی نو ما بیامومی. ١٨ زما سره مال اؤ عزت دے، تر ډير وخته دولت اؤ صداقت دے. ١٩ زما میوه د سوچه سرو زرو ‎‎‎‎نه ښهٔ ده، اؤ زما پیداوار د خالصو سپینو زرو بهتر دے. ٢٠ زۀ د صداقت په لاره روان يم، اؤ د اِنصاف په لارو عمل کوم، ٢١ څوک چې ما سره مینه کوی په میراث کښې ورته دولت ورکوم، اؤ د هغوئ خزانې به ډکی کړم. ٢٢ مالِک خُدائ د هر څهٔ نه وړاندې چې نور څهٔ پیدا کړی، د ټولو نه اول يې زهٔ پیدا کړم. ٢٣ زۀ يې د ازل نه مقرر کړے وم، د دې نه مخکښې چې دُنيا لا پیدا شوی هم نهٔ وه. ٢٤ کله چې لا سمندر نهٔ وو زهٔ پیدا شوے وم، کله چې لا د چینو اوبۀ نهٔ وې روانې شوی. ٢٥ مخکښې د دې نه چې لا غرونه اؤ غونډئ په خپل ځائ نهٔ وُو ولاړ زهٔ پیدا شوے وم، ٢٦ د هغې نه وړاندې چې لا خُدائ پاک زمکه اؤ د هغې پټى اؤ لا نهٔ يې د دُنيا خاوره پیدا کړی وه چې زهٔ پیدا وم. ٢٧ زهٔ هلته وم هر کله چې هغهٔ آسمان په خپل ځائ اودرولو، اؤ کله چې يې د سمندر په مخ د فضا لهرونه خوارهٔ کړل، ٢٨ کله چې هغۀ بره وریځ مقرر کړه اؤ کله چې د سمندر د ډکولو دپاره چينې جوړې کړې، ٢٩ اؤ کله چې هغۀ سمندر ته حد مُقرر کړو، تر څو چې اوبۀ د هغۀ د حُکم نه یو قدم هم زیات وانخلی، اؤ کله چې هغۀ د زمکې بنیادونه کیښودل نو زۀ هلته وم. ٣٠ زۀ د هغۀ په څنګ کښې وم څوک چې د ټولو نه ښهٔ معمار دے، زۀ هره ورځ د هغهٔ د خوشحالۍ سبب وم، اؤ ما هميشه د هغۀ په حضُور کښې خوشحالی کوله، ٣١ زۀ د هغهٔ په ټوله دُنيا کښې ډیره خوشحاله وم، اؤ د اِنسانانو نه مې خوشحالی حاصلوله. ٣٢ نو اوس اے زما زامنو، ما ته غوږ ونيسئ، مبارک دی هغوئ څوک چې زما په لارو عمل کوی. ٣٣ زما تعلیماتو ته غوږ شئ اؤ هوښیار شئ، دا مهٔ نظر انداز کوئ. ٣٤ مبارک دے هغه څوک چې ما ته غوږ نيسى، چې روزانه زما په دروازه کښې ولاړ وی، اؤ زما په دروازه کښې انتظار کوی. ٣٥ ځکه چې څوک ما ومومى نو هغه ژوند مومى، اؤ د مالِک خُدائ رضا حاصلوی. ٣٦ خو څوک چې ما نۀ حاصلوی خپل ځانته نُقصان ورکوی، هر څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغه د مرګ سره مينه کوى.“