لسم باب
د حضرت سليمان متلونه
١ دا د سليمان متلونه دى: يو هوښیار زوئ خپل پلار ته خوشحالی ورکوی، خو کم عقل زوئ خپلې مور ته غم ورکوی. ٢ د حرام مال دولت هیڅ اهمیت نشته، خو صداقت د مرګ نه خلاصون ورکوی. ٣ مالِک خُدائ صادِق وږی کيدو ته نهٔ پرېږدى، خو د بدکارانو ارمان رد کوی. ٤ ناراسته لاسُونه یو اِنسان غریبوى، خو محنتی لاسُونه اِنسان مالداره کوی. ٥ څوک چې په ګرمئ کښې فصل راټولوی هغه هوښیار زوئ دے، خو هغه زوئ څوک چې د لو په وخت کښې خوب کوی د شرم باعث دے. ٦ برکت د صادِق د سر تاج دے، خو بد عمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوی. ٧ د نيکانو یادول د برکت سبب ګرځی، خو د بد کاره نوم به فنا شی. ٨ هوښیاران په نصیحت خوشحالیږی، خو بې وقوفه کړتن به تباه شی. ٩ نيک اِنسان به په امن کښې ګرځی، خو هغه څوک چې کږې لارې اختیاروی، د هغهٔ کارونو نه به خلق خبر شی. ١٠ هغه څوک چې په ټګئ سره سترګې وهی نو د تکليف باعث کیږی، اؤ په بې فکره خبرو سره به کم عقل تباه شی. ١١ د صادِق خُله د ژوند چينه ده، خو بد عمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوی. ١٢ نفرت شر جوړوی، خو مينه په ټولو بدو پرده اچوی. ١٣ د هوښیار په شونډو کښې پوهه موندل کیږی، خو د ناپوهه دپاره چوکه وى. ١٤ هوښياران خپل علم ذخیره کوی، خو د کم عقل فضول خبرې تباهئ ته دعوت ورکوی. ١٥ د مالداره مال دولت د هغهٔ دپاره قلعه ده، خو غربت د غریب دپاره تباهی ده. ١٦ د صادِق ګټه هغۀ ته ژوند ورکوی، خو د بدکاره ګټه هغه د ګُناه طرفته بوځی. ١٧ هغه څوک چې اصلاح قبلوی د ژوند په لاره ځی، خو هر هغه څوک چې اصلاح کول نۀ منی نو خپل ځان بې لارې کوی. ١٨ هغه څوک چې خپل نفرت پټوی نو هغه دروغژن دے. څوک چې د نورو غیبت کوی هغه کم عقل دے. ١٩ هرکله چې خبرې ډیرې وی نو هلته ګُناه هم موجوده وی، خو څوک چې خپله ژبه قابو ساتی هوښیار دے. ٢٠ د صادِق ژبه خالص سپین زر وی، خو د بدکاره زړهٔ بې اهمیته وی. ٢١ د صادِق د خُلی کلام ډيرو خلقو ته فائده ورکوی، خو کم عقل د ناپوهئ په وجه مړ شی. ٢٢ د مالِک خُدائ برکت اِنسان مالداره کوى، اؤ په کښې هیڅ قسم غم نهٔ سوا کوی. ٢٣ کم عقل د غلط کار نه خوند اخلی، خو هوښیار سړے د حِکمت نه خوند اخلى. ٢٤ د کوم شی نه چې بدکاره یریږی نو هم هغه به يې راګیر کړی، خو صادِق چې د کوم شی خواهش وکړی هغه به ورته ورکړے شی. ٢٥ هرکله چې طوفان راشی نو بدکاره جارو کړی، خو صادِق به د تل دپاره قائم وی. ٢٦ لکه څنګه چې سرکه غاښونه بريښوی اؤ لوګی سترګی ترخوی، نو دغه شان ناراسته د خپل مالک دپاره دے. ٢٧ د مالِک خُدائ یره عمر اوږدوی، خو د شریر عمر به لنډ وی. ٢٨ د صادِق اُميد خوشحالی ده، خو د بدکاره طمع به پوره نهٔ شی. ٢٩ د مالِک خُدائ لارې د صادِقانو پناه ګاه وی، خو د هغه خلقو دپاره تباهی وی څوک چې بدکارونه کوی. ٣٠ صادِق به کله هم د بیخ نه ختم نهٔ شی، خو بدکاره به په زمکه پاتې نهٔ شی. ٣١ د صادِق د خُلې نه د عقل اؤ حِکمت خبرې راوځی، خو کږه ژبه به پرې کړے شی. ٣٢ د صادِق شونډې په دې پوهیږی چې کومه خبره د منلو اؤ په ځائ ده، خو د بدکاره د خُلې نه صرف غلطې خبرې راوځی.