يولسم باب
١ مالِک خُدائ د تلې د غلط استعمال نه نفرت کوی، خو هغه په صحيح ناپ تول خوشحاليږى. ٢ کله چی په اِنسان کښې غرُور راشی نو په هغهٔ رسوائی راشی، خو د عاجزئ سره حِکمت راځی. ٣ د صادِقانو ایمانداری د هغوئ لارښودنه کوى، خو بې ایمانه په خپلې بې ایمانئ تباه دی. ٤ د عدالت په ورځ به مال دولت په کار نۀ راځى، خو صداقت به ستاسو ژوند بچ کړى. ٥ د صادِقانو صداقت د هغوئ لار سموی، خو بد عمله به د خپلې بد عملۍ لاندې راګير شى. ٦ د صادِقانو صداقت هغوئ بچ کوی، خو بې ایمانه خپل لالچ کښې ګیر شی. ٧ کله چې یو بد عمله مرى، د هغۀ اُميد ختم شی. هر څومره اُمیدونه چې هغه د خپل مال د طاقت نه لری هغه پناه شی. ٨ صادِق سړے د تکلیفونو نه خلاص وى، اؤ دا تکلیفونه د هغوئ په ځائ په بد عمله خلقو باندې راځى. ٩ په خپلو خبرو سره کافر خپل ګاونډیان تباه کوی، خو صادِق به د خپل عِلم په ذریعه بچ شی. ١٠ کله چې صادِقان برکتی شی نو ټول ښار په هغوئ خوشحالی کوی، اؤ کله چې بدعمله هلاک شی نو د خوشحالئ چغې راوچتی شی. ١١ د صادِقانو د برکت په وجه ښار آباديږی، خو د بد عمله په خبرو هغه تباه کیږی. ١٢ هغه څوک چې کم عقل وی نو خپل ګاونډی ته سپک ګوری، خو هوښیار اؤ پوهه سړے خپله ژبه قابو کښې ساتى. ١٣ غیبت کوونکے د نورو راز خوروی، خو قابل اعتماد کس راز پټ ساتى. ١٤ خو بغیر د رهنمائی نه په یو قوم باندې زوال راځی، خو ډیر مشوره ورکونکې کامیابی یقینی کوی. ١٥ کهٔ چرې څوک د یو ناپېژندګلو کس ضمانت وکړی نو په یقین سره به دا کس تاوانی شی، اؤ کۀ څوک چا ته د ضمانت لاس ور نهٔ کړى نو هغه به بچ پاتې شی. ١٦ یوه رحم دله ښځه عزت اؤ احترام ګټی، خو بې رحمه سړی مال دولت ګټی. ١٧ يو رحم دله کس خپل ځان ته فائده ورکوی، خو ظالِم سړے خپل ځان په تکليفُونو کښې راګیروی. ١٨ بدکاره سړے په دوکه مال ګټی، خو هغوئ څوک چې د صداقت کرونده کوی نو حقيقی اجر به ومُومی. ١٩ رښتينے صادِق سړے به ژوندے پاتې شی، خو هغوئ څوک چې شرارت کوی نو خپل مرګ ته روان دی. ٢٠ مالِک خُدائ د هغوئ نه نفرت کوى د چا زړونه چې کاږهٔ وی، خو هغه د هغوئ سره مینه کوی د چا چال چلن چې بې داغه وی. ٢١ په دې يقين وکړئ: چې بدکاران به بې سزا پاتې نهٔ شی، خو هغوئ څوک چې صادِقان دی هغوئ به آزاد وی. ٢٢ د تمیز نه بغير يوه ښُکلې ښځه داسې وی لکه د سرو زرو نتکۍ چې د خنزير په پوزه وى. ٢٣ د نيکانو اُمیدونه په ښهٔ څیزونو سره سر ته رسیږی، خو د بدکارانو اُميد صرف د غضب په طرف وی. ٢٤ يو کس چې سخاوت کوی، نو نور هم مالداره کیږی، خو يو بل کس چې کنجوس وی نو نور به هم غریب شی. ٢٥ يو سخی سړے به مالداره شی، اؤ یو کس چې نور تازه کوی نو په خپله به هم تازه شی. ٢٦ خلق د هغه چا نه نفرت کوی څوک چې د ګرانئ دپاره غله ذخیره کوی، خو د هغه چا خیر غواړى څوک يې چې خرڅوی. ٢٧ کۀ چرې تهٔ خیر غواړې نو تهٔ به خير ومُومې، خو شر هغه چا ته ورسيږی څوک يې چې لټون کوی. ٢٨ څوک چې په خپل دولت باندې اعتبار کوى نو هغه به پريوځى، خو صادِقان به د شنو پاڼو په شان تازه وی. ٢٩ څوک چې د خپلې کورنۍ دپاره مُصيبت پيدا کوى نو په میراث کښې به ورته هوا پاتې شی، اؤ کم عقل به د هوښیار نوکر وی. ٣٠ د صداقت ميوه د ژوندون ونه ده، خو هوښيار سړے زړونه ګټی. ٣١ کۀ چرې صادِقانو ته په زمکه د دوئ د کردار اجر ملاويږی، نو د بدعمله اؤ ګُناه ګارانو به څهٔ حال وی؟