نولسم باب
١ دا بهتره ده چې یو سړے غريب وی اؤ په ایماندارئ سره ژوند تيروی، د هغه چا نه چې دروغجن اؤ کم عقل وی. ٢ د علم نه غیر جذبات څرګندول ښهٔ نهٔ دی، اؤ بې صبری لار خطا کوی. ٣ د اِنسان کم عقلتوب د هغهٔ ژوند تباه کوی، اؤ بیا د هغهٔ تریخوالے د مالک خدائ خلاف وی. ٤ دولت ډیر دوستان پیدا کوی، خو غربت ټول دوستان د هغهٔ نه شړی. ٥ دروغجن ګواه به د سزا نه نهٔ بچ کیږی، اؤ څوک چی دروغ وائی هغه به بچ پاتې نهٔ شی. ٦ ډير خلق د حاکم خوشامندی کوی، اؤ هر څوک د هغه چا دوست وی څوک چې تُحفې ورکوى. ٧ کۀ د غریب سړی نه د هغهٔ رشته دار ډډه کوی، نو بيا به د هغهٔ دوستان د هغهٔ نه څومره نور هم ډډه کوی. کۀ څهٔ هم چې هغه د هغوئ سره د خبرو کولو کوشش کوی، خو هغوئ ترې نه لاړ شی. ٨ څوک چی حِکمت حاصلوی نو د خپل ځان سره مينه کوی، څوک چی پوهه خوښوی هغۀ ته برکت ملاویږی. ٩ دروغجن ګواه به د سزا نه نهٔ بچ کیږی، اؤ څوک چی دروغ وايى هغه به تباه شی. ١٠ کم عقل سره عیش عشرت ښهٔ نهٔ ښکاری، اؤ دا به لا څومره نامناسبه وى کۀ چرې يو غلام په شهزادګانو حکومت کوی. ١١ د اِنسان حِکمت د هغهٔ غُصه قابو کوی، اؤ د بل بد ځان ته نهٔ اودرول هغهٔ ته عزت ورکوی. ١٢ د بادشاه غُصه د زمرى د غړمبيدو په شان وى، خو د هغۀ احسان لکه په کبل د پرخی په شان وى. ١٣ بې وقوفه زوئ د پلار د تباهئ باعث وی، اؤ جګړماره ښځه داسې وی لکه کوټه چې هر وخت راڅاڅی. ١٤ اِنسان ته په وراثت کښې کورونه اؤ دولت د پلارنیکهٔ نه ملاؤیږی، خو هوښياره ښځه صرف هغهٔ ته د مالِک خُدائ له طرفه ملاؤیږی. ١٥ ناراستی ښهٔ خوب راولی، اؤ لټ سړے اوږے پاتې کیږی. ١٦ څوک چی د خُدائ حُکمونه منی نو هغه د خپل ژوند حفاظت کوی، خو هغه څوک چی د خپلو لارو لا پرواهی کوی هغه به مړ شی. ١٧ څوک چی د غریب مدد کوی هغه خُدائ سره ښیګړه کوی اؤ څهٔ چې هغه کوی نو هغه به يې اجر ورکړی. ١٨ د خپل زوئ تربيت د اول نه په ماشوموالی کښې کوه هسې نه چې وروستو تهٔ د هغهٔ ژوند برباد کړې. ١٩ غُصه ناک سړے به ضرور د خپلې غصې انجام ته ورسیږی، کهٔ تاسو چرې هغه يو ځل بچ کړئ نو تاسو به هغه هر وخت بچ کوئ. ٢٠ نصیحت ته غوږ ونیسه اؤ هدايت قبُول کړه، نو په آخر کښې به تهٔ هم هوښیار شې. ٢١ د اِنسان په زړهٔ کښې ډیرې منصُوبې وی، خو کیږی هغه څهٔ چې د مالِک خُدائ رضا وی. ٢٢ وفاداری د اِنسان ښائست دے. يو غریب د دروغژن نه بهتر دے. ٢٣ د مالِک خُدائ یره د ژوندون سرچینه ده، کومه چې اِنسان ته سکون ورکوی اؤ د مُصیبتونو نه يې بچ ساتى. ٢٤ ناراسته خو خپل لاس تالی ته رسوی خو تر دې چې هغه بیا واپس خپلې خُلې ته هم نهٔ وړی. ٢٥ کۀ څوک مسخره کوونکی ووهی نو د دې نه به ساده ګان سبق زده کړی، کۀ چرې پوهه سړے ورټل شی نو هغه به د دې نه نور عِلم زده کړی. ٢٦ هر هغه څوک چې په خپل پلار باندې ظُلم کوی اؤ خپله مور وشړی نو دے هغه زوئ دے څوک چې د شرم باعث دے. ٢٧ زما زویه هرکله چې تهٔ نصيحت اورېدل بند کړې، نو تهٔ به د علم د خبرو نه بې لارې شې. ٢٨ بدکاره ګواه اِنصاف پورې خندا کوی، اؤ بدکاران د شرارت نه خوند اخلی. ٢٩ سزا د مسخره کوونکی دپاره تياره شوې وی، اؤ وهل د کم عقلو د ملاګانو دپاره تيار وی.