شلم باب
١ شراب اِنسان نه مسخره کوونکے جوړوی اؤ شراب څښل د شر اؤ فساد جرړه ده، هر هغه څوک چې په دې راواوړی نو هغه هوښیار نهٔ دے. ٢ د بادشاه غُصه لکه د زمری د غړمبیدو په شان وی، هر هغه څوک چی دے غُصه کړی نو خپل ژوند په خطره کښې اچوی. ٣ د جنګ نه لرې کيدل اِنسان ته عزت ورکوی، خو هر کم عقل زر جنګو کوی. ٤ ناراسته په صحیح موسم کښی قلبه نهٔ کوی نو د لو په وخت کښې هغۀ سره هيڅ نهٔ وی. ٥ د اِنسان د زړهٔ منصُوبه د ډوبو اوبو په شان ده، خو هوښیار سړے ترې نه دا بهر راوباسی. ٦ ډیر خلق د وفادارئ دعوى کوی، خو وفادار يو هم نهٔ پيدا کيږی. ٧ صادِقه اِنسان نيک ژوند تیروی اؤ د هغهٔ راروان نسل بختور وی. ٨ کله چی یو بادشاه د عدالت دپاره په تخت کښینی، خو هغه په خپله د ټولو بدو تول کوی. ٩ څوک دا وئيلے شى چې زما زړهٔ صفا دے اؤ زهٔ پاک اؤ بې ګُناه یم؟ ١٠ د غلط تول اؤ غلط ناپ دواړو نه مالک خدائ نفرت کوی. ١١ ماشومان هم په خپل کردار پېژندلے شی، دا چې آيا د دوئ کردار پاک اؤ ښۀ دے اؤ کۀ نه. ١٢ غوږونه چی اورېدل اؤ سترګی چی ليدل کوی مالک خدائ دا دواړه جوړ کړی دی. ١٣ خوب سره مینه مهٔ کوه ځکه چی غریب به شې، بیدار اوسه نو تا سره به د خوراک دپاره هر څۀ ډیر تير وى. ١٤ اخستونکی تل دا شکایت کوی چې دا ښهٔ نهٔ دے، دا ښهٔ نهٔ دے، نو بيا هغه لاړ شى اؤ وائى چې دا سودا مې ډيره ښۀ واخستله. ١٥ سرهٔ زر اؤ لعلونه زیات پیدا کیږی، خو هغه شونډی چې د عقلمندۍ خبرې کوی نایابه زیورات دی. ١٦ هر څوک چې د پردی کس د قرض ذمه واری اخلى نو ضمانت ترې نه واخله، ضمانت ترې نه واخله کۀ چرې دهٔ دا کار د پردى کس دپاره کړے وی. ١٧ د غلا ډوډئ خوږه وی، خو دا په خُله په باجرئ بدلیږی. ١٨ د نصیحت په رڼا کښې منصُوبې جوړوه، د جنګ نه وړاندې ښۀ مشوره کوه. ١٩ غیبت راز څرګندوی، نو د هغه کس نه ځان ساته څوک چې مشروټی کوی. ٢٠ کۀ یو اِنسان چرې په خپل پلار مور لعنت کوی، د هغهٔ د ژوند چراغ به په توره تیارهٔ کښې ختم شی. ٢١ کوم میراث چې اِنسان ته زر حاصل شی، نو په آخره کښې به هغه دهٔ ته د برکت ذریعه نهٔ وی. ٢٢ داسې مهٔ وایه چې د دې بدو انتقام به زهٔ په خپله اخلم! مالِک خُدائ ته صبر وکړه هغه به ستا بدله واخلی. ٢٣ مالِک خُدائ د غلط تول نه نفرت کوی، اؤ د غلطې تلې استعمال بد کار دے. ٢٤ د اِنسان قدمونه اخستل مالِک خُدائ په خپله مُقرر کړی دی، نو بيا به څنګه یو کس په خپله لار پوهه شی؟ ٢٥ خپل ځان په بې سوچه نذر منلو سره خُدائ ته مهٔ راګیروه، نو بيا کله چې وروستو په هغې باندې فکر کوی. ٢٦ هوښیار بادشاه بدکاران په غاښئ ولی، اؤ په هغوئ باندې غوبل کوی. ٢٧ د مالِک خُدائ رڼا د اِنسان د روح لټون کوی، اؤ هغه د هغوئ په ځان کښې دننه لټون کوی. ٢٨ مينه اؤ وفاداری یو بادشاه محفوظ ساتی، د مينې په وجه د هغهٔ تخت به مدام قائم وی. ٢٩ د ځوانانو عزت اؤ جلال د دوئ طاقت دے، سپین ویښتۀ د بوډاوالی شان و شوکت دے. ٣٠ زخمونه اؤ دردونه بدکاری لری کوی، وهل اِنسان دننه نه صفا کوی.