يويشتم باب
١ د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښی دے، کوم ځائ چې د دهٔ خوښه وی هلته يې لکه د نهرونو د اوبو غوندې بوځی. ٢ هر سړی ته خپلې ټولې لارې په خپل نظر کښې صحیح ښکاری، خو مالِک خُدائ د زړُونو جاج اخلی. ٣ صداقت اؤ اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانئ نه زیات خوښوی. ٤ مغروره سترګې اؤ مغرور زړۀ د بدعملو چراغ اؤ ګُناه ده. ٥ د محنتی اِنسان منصُوبې د آبادئ باعث ګرځی، خو په يقين سره جلد بازی اِنسان د غُربت سره مخ کوی. ٦ کُوم مال دولت چې په دروغژنه ژبه وګټلے شی نو دا د ختميدونکې دوند اؤ وژونکې دام په شان دے. ٧ بدکاران به د خپل ظُلم زیاتی په وجه جارو شی، ځکه چې هغوئ د هر هغه کار نه انکار کوی کوم چې صحیح وی. ٨ د ګُناه ګار لاره کږه وږه وی، خو د پاکانو لاره نیغه وی. ٩ دا بهتره ده چې د کوټی دپاسه په یو ګوټ کښې ځانته ژوند کوی نه چې په کور کښې د ژبه ورې ښځې سره اوسيږی. ١٠ بدکاره اِنسان د بدۍ خواهشمند وی، د هغهٔ ګاونډیان هم هیڅ قِسمه رحم د هغهٔ نه نهٔ وينی. ١١ کله چې يو مسخره کوونکی ته سزا ورکړے شی، نو ساده هم ترې نه عقل زده کړی، خو کله چې د هوښیار لارښونه وشی، نو هغه ترې نه نور علم حاصلوی. ١٢ صادِقه خُدائ هغه هر څهٔ وينی کوم چې د بدکاره په کور کښې کیږی، اؤ په بدکاره به هغه تباهی راولی. ١٣ کۀ یو سړے د غريب ژړا فرياد ته خپل غوږونه بند کړی، نو د هغهٔ خپله ژړا فرياد به څوک نهٔ اوری. ١٤ په پرده کښې تحفه ورکول غُصه نرموی، په پټه رشوت ورکول اِنسان د غټ قهر نه ساتى. ١٥ هرکله چې اِنصاف وشى، نو په دې صادِق خوشحالیږی، خو بدکاره ترې نه يريږى. ١٦ څوک چې د حِکمت د لارې نه بې لارې شی، نو هغه به د مړو په ډله کښې شمار شی. ١٧ څوک چې د عياشۍ سره مینه کوی نو هغه به غریب شی، څوک چې د شرابو اؤ غوړو زيړو سره مینه کوی هغه به مالداره نهٔ شی. ١٨ بدکاران په خپل ځان هغه تکلیف راولی کوم چې هغوئ په صادِقانو د راوستو کوشش کوی. ١٩ د جنګيالئ اؤ سرتيزه ښځې سره د اوسيدو نه په صحرا کښې اوسيدل ښۀ دى. ٢٠ د هوښيارانو په کور کښې ښۀ خوراکونه ډير تیر وی، خو کم عقل چې څهٔ ګټی هغه څټی. ٢١ څوک چې صداقت اؤ شفقت پسې ګرځی، هغه به ژوندون، آبادی اؤ عزت پیدا کړی. ٢٢ يو هوښيار اِنسان په یو طاقتور ښار حمله کولے شی، اؤ هغه قوی دیوالونه راغورزولے شی په کُومو چې هغوئ ملاتړی. ٢٣ څوک چې خپله خُله اؤ ژبه په قابو کښې ساتى، خپل ځان د مُصيبت نه خلاصوی. ٢٤ مغروره اؤ ځان ښولے سړے چې مسخره کوونکے يې نوم دے، هغه هر کار د تکبر سره کوی. ٢٥ د ناراسته خواهش هغه د مرګ طرف ته بوځی، ځکه چې هغه د کار کولو نه انکار کوی. ٢٦ ټوله ورځ دے د نورو خواهش کوی، خو نيکان تل په سخاوت کښې لګيا وی. ٢٧ د بدکاره د قربانۍ نه مالِک خُدائ کرکه کوی، نو د هغې نه به نور څومره کرکه کوی کومه چې په بدنيتئ سره کيږی. ٢٨ دروغژن ګواه به تباه شی، اؤ څوک چې رښتيا وائی هغه به د تل دپاره خبرې کوی. ٢٩ يو بدکاره اِنسان خپل ځان تکړه ښائى خو صادِق اِنسان په خپلو لارو باندې سوچ کوی. ٣٠ هيڅ قسمه حِکمت، عقل اؤ منصُوبه نشته چې د مالِک خُدائ په خلاف کامیاب شی. ٣١ اَس د جنګ د ورځې دپاره تیارولے شی، خو کامیابې د مالِک خُدائ په لاس کښې ده.