دوه ويشتم باب
١ نيک نامی د ډیر مال دولت نه غوره ده، عزت د سرو اؤ سپینو زرو نه بهتر دے. ٢ مالداره اؤ غریب دواړه یو شان دی، مالِک خُدائ د دواړو خالق دے. ٣ هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترې ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګی اؤ بیا مُصيبت کښې راګیر شی. ٤ عاجزی اؤ د مالِک خُدائ نه یریدل، اِنسان ته مال دولت، عزت اؤ ژوند ورکوی. ٥ د بدکارانو په لار کښې اغزی اؤ دامونه وی، خو په چا چې خپل ځان ګران وى نو هغه د دوئ نه ځان بچ ساتى. ٦ ماشوم په صحیح لار روان کړه، دے چې لوئ هم شی د هغې نه به وانهٔ وړی. ٧ مالداره په غريبانانو باندې حکومت کوی، اؤ قرض اخستونکے د قرض ورکونکی غلام وی. ٨ کۀ څوک نا اِنصافی کری نو مُصيبت به وريبی، اؤ د هغهٔ د کبر کاسه به نسکوره شی. ٩ بختور دی هغوئ څوک چې سخاوت کوی، ځکه چې هغوئ غریبانان مړوی. ١٠ مسخرو والا کس وشړه، دې سره به جنګ جګړی ختمې شى، بحث مباحثه اؤ سپکاوے هم ورسره ختميږی. ١١ څوک چې په زړۀ صفا وی اؤ خوږې خبرې کوی، نو بادشاه به هم د هغهٔ دوست شی. ١٢ د مالِک خُدائ نظر په عالمانو باندې وی، خو هغه د بې وفا خلقو منصوبې ورانوی. ١٣ ناراسته وائی بهر زمرے دے! کۀ چرې بهر ووځم نو هغه به مې په لار کښې ووژنى. ١٤ د زناکارې ښځې خُله د ژورې کندې په شان ده، چا ته چې مالِک خُدائ په قهر شوے وی هغه به په کښې ورغورزیږی. ١٥ د ماشُومانو زړهٔ د کم عقلتوب نه ډک وی، خو د وهولو چوکه د هغوئ نه دا عادت وکاږی. ١٦ څوک چې په غريبانانو باندې ظُلم کوی د دې دپاره چې مالداره شی اؤ هغه څوک چې امیرانو ته تحفی ورکوی نو دا دواړه به غريب شی.
دېرش د عقلمندۍ مثالونه
١٧ د هوښيارانو خبرو ته غوږ کښيږده اؤ هغې ته پام وکړه اؤ زما تعلیم د زړهٔ نه قبُول کړه. ١٨ نو دا به تا خوشحاله کړی کهٔ تهٔ دا په خپل زړهٔ کښې یاد ساتې اؤ دا په خپلو شونډو هر وخت یادوې. ١٩ زهٔ نن تا ته تعلیم درکوم دا چې ستا ایمان په مالِک خُدائ باندې پيدا شی. ٢٠ ما ستا دپاره دېرش خبرې ليکلې دی په کُومو کښې چې علم، اؤ نصيحت دے. ٢١ اؤ زۀ به تا ته رښتيا اؤ د اعتماد وړ خبرې در وښایم، تر څو چې قابل اعتماد جواب ورکولے شی هغه چا ته چا چې تهٔ رالیږلے یې.
اول نصيحت
٢٢ د غريبانانو د غريبۍ نه غلطه فائده مۀ اخله، اؤ په عدالت کښې د حاجت مندو حق مۀ خوره. ٢٣ ځکه چې مالِک خُدائ به په خپل لاس کښې د دوئ مقدمه واخلی اؤ هغوئ به لوټ کړی، چا چې دوئ لوټ کړی وی.
دويم نصيحت
٢٤ د غُصه ناکو سره دوستانه مهٔ کوه، اؤ د قهرجنو سره ناسته مهٔ کوه. ٢٥ هسی نه چې تۀ د هغوئ عادتونه زده کړی اؤ خپل ځان په مُصيبت کښې راګیر کړی.
دريم نصيحت
٢٦ د چا په ځائ د ضمانت لاس مهٔ ورکوه اؤ مهٔ د قرض ذمه واری اخله. ٢٧ کۀ تۀ هغوئ له دا قرض ورنۀ کړے شې هغوی به راشی اؤ تهٔ چې په کوم کټ اودهٔ کیږې نو هغه به درنه یوسی.
څلورم نصيحت
٢٨ په زمکه کښې هغه د حد بندئ وړومبے کاڼے مۀ بې ځایه کوه کُوم چې ستا پلار نيکۀ ایښے وی.
پينځم نصيحت
٢٩ تهٔ داسې یو کس وينې، څوک چې په خپل کار کښې ماهر وی؟ هغه به د عامو خلقو خدمت نهٔ کوی، خو د بادشاهانو خدمت به کوی.