دريم باب
د عقل اؤ حِکمت فائدې
١ زما زویه، زما لارښونه مهٔ هيروه، خو زما حُکمونه په خپل زړهٔ کښې وساته. ٢ زما تعلیم به ستا عمر سوا کړی اؤ خوشحالی به درکړی. ٣ هيڅ کله مينه اؤ وفادارى د خپل ځان نه مهٔ لری کوه. دوئ د خپلې غاړې هار کړه اؤ د خپل زړۀ په تخته باندې يې وليکه. ٤ نو بیا به تهٔ د اِنسانانو اؤ د پاک خُدائ په نظر کښې محبوبيت اؤ نيک نامی حاصله کړې. ٥ په خپل ټول زړهٔ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. اؤ په خپله پوهه باندې تکیه مهٔ کوه. ٦ چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، اؤ هغه به تا ته صحيح لاره ښائى. ٧ په خپل عقل باندې مۀ مغرُوره کیږه، د مالِک خُدائ نه يریږه اؤ بد عملى پریږده. ٨ نو په دې باندې به ستا بدن رغیږى اؤ ستا هډُوکى به پرې تازه شی. ٩ په خپل مال دولت سره د مالِک خُدائ عزت کوه، اؤ د خپل ټول فصل په ړومبئ میوې سره. ١٠ نو بیا به ستا ګودامونه ډک شی اؤ د سر نه به اوړی، اؤ ستا د چاټئ د خلې نه به نوې شراب اوړی. ١١ زما زویه، د مالِک خُدائ اصلاح مهٔ رد کوه اؤ کله چې هغه تا تنبیه کوی په هغې باندې مهٔ خفه کیږه. ١٢ ځکه چې مالِک خُدائ چې چا سره مینه کوی نو هم هغه تنبیه کوی لکه څنګه چې يو پلار هم هغه زوئ تنبیه کوی کوم چې هغۀ ته ګران وی. ١٣ بختور د‎ے هغه څوک چې حِکمت حاصل کړى، اؤ هغه څوک چې پوهه حاصله کړى. ١٤ ځکه چې دا د سپینو زرو نه ډیر قیمتی دے اؤ د دې ګټه د سرو زرو نه هم ډیره ښۀ ده. ١٥ دا د قيمتې کاڼو نه هم ګران دے اؤ ستا د خوښی یو څیز هم د دې برابر نهٔ دے. ١٦ د عقل په ښې لاس کښې اوږد ژوندون دے، اؤ د هغهٔ په ګس لاس کښې عزت اؤ دولت دے. ١٧ د هغهٔ لارې برکتی دی، اؤ د هغهٔ ټولې لارې پُرامنه دی. ١٨ حِکمت د هغوئ دپاره د ژوند ونه ده څوک چې هغې ته غاړه ورکوی، بختور دی هغوئ څوک چې هغه راټینګوی. ١٩ مالِک خُدائ د خپل حِکمت په ذريعه د زمکی بنیاد کيښودلو، اؤ د خپلې هوښیارتیا په ذریعه يې آسمانونه پیدا کړل. ٢٠ د هغۀ د حِکمت په وسیله د زمکې د لاندې نه چينې روانې شولې، اؤ د وریځو نه پرخه په زمکه راووریدله. ٢١ زما زویه، عدل اؤ تمیز په خپل ځان کښې پيدا کړه، اؤ هغه د خپل نظر نه مهٔ لرې کوه. ٢٢ دوئ به ستا روح تازه ساتى، اؤ دا به ستا په غاړه د فضل هار وی. ٢٣ نو بیا به تۀ په حِفاظت سره په خپله لار باندې روان يې اؤ ستا ښپه به تيندک ونۀ خورى. ٢٤ کله چې تهٔ څملې، تهٔ به نۀ یريږې، اؤ تهٔ به په خوږ خوب اودهٔ کیږې. ٢٥ نو د ناګهانی آفت نه به نهٔ یریږې اؤ نۀ به د هغه تباهئ نه یریږې کومه چې په بد عملو باندې راځی. ٢٦ نو مالِک خُدائ به ستا ډاډ وی، اؤ هغه به ستا ښپې په دام کښې د ګیرولو نه وساتى. ٢٧ څوک چې حاجتمند وی د هغوئ سره ښیګړه مهٔ پریږده، کۀ چرې دا کار ستا وس کښې وی، ٢٨ کۀ چرې تۀ اوس د خپل ګاونډى سره مدد کولے شې، نو ورته مۀ وايه چې سبا راشه چې مدد دې وکړم. ٢٩ د خپل ګاونډی په خلاف هغۀ ته د نُقصان ورکولو منصُوبه مهٔ جوړوه، څوک چې ستا په خوا کښې اوسيږی اؤ په تا باور کوی. ٣٠ په یو کس باندې هيڅ بې هیڅه الزام مهٔ لګوه تر څو چې هغۀ تا ته نُقصان نۀ وى درسولے. ٣١ د ظالِم سره سيالی مهٔ کوه اؤ مۀ د هغهٔ په نقش قدم عمل کوه، ٣٢ ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې بدکاره وی، خو هغه د نيکانو سره دوستانه تعلق ساتی. ٣٣ د بد عمله په کور مالِک خُدائ لعنت ورَوی، خو هغه د صادِق په کور باندې برکت ورَوی. ٣٤ هغه د مغرُوره مسخره کونکو پورې مسخری کوی، خو په عاجز خویه باندې خپل فضل کوی. ٣٥ هوښيار عزت په ميراث کښې ګټی، خو کم عقل خپل شرم زیاتوی.