څلورم باب
د پلار نصیحت
١ زما زامنو د خپل پلار هدایت ته غوږ ونیسئ. اؤ هغې ته توجو ورکړئ اؤ پوهه حاصله کړ‎ئ. ٢ ځکه چې زۀ تاسو ته ښۀ تعليم درښايم، نو زما تعلیمات مهٔ هیروئ. ٣ هر کله چې زهٔ د خپل پلار په کور کښې هلک وم، اؤ د خپلې مور يواځينے نيازبين زوئ وم، ٤ هغهٔ ماته تعلیم راکړو اؤ وئې وئیل، ”په خپل ټول زړهٔ سره زما نصیحت راټینګ کړه، زما په حُکمونو عمل کوه نو ستا ژوند به په خیر تير شی. ٥ حِکمت حاصل کړه، اؤ پوهه حاصله کړه، زما خبرې مهٔ هيروه اؤ مهٔ د هغې نه مخ اړوه. ٦ عقل ته مهٔ شاه کوه، ځکه چې هغه به ستا حفاظت وکړی، د هغهٔ سره مینه کوه نو هغه به په تا باندې نظر ساتى. ٧ حِکمت حاصلول د ټولو نه اهم کار دے، د نورو څیزونو د حاصلولو سره سره پوهه هم حاصله کړه. ٨ د حِکمت عزت کوه اؤ دا به تا لوئ کړی. دې ته غاړه ورکړه نو دا به تا عزتمند کړی. ٩ دا به ستا سر د فضل سهرې سره ښائیسته کړی اؤ د شان اؤ شوکت تاج به در په سر کړی. ١٠ زما زویه، ما ته غوږ شه! زهٔ چې درته څهٔ وایم هغه کوه، نو په دې کولو سره به ستا عمر اوږد شی. ١١ ما درته د عقل اؤ حِکمت لارښونه وکړه اؤ په نیغه لار مې روان کړې. ١٢ کله چې تهٔ ګرځې نو ستا ښپې به هیڅ څيز نهٔ منع کوی، اؤ کله چې تهٔ منډه وهې نو تيندک به نهٔ خورې. ١٣ زما نصیحتونه راټینګ کړه اؤ دا مهٔ پریږده چې ستا نه لاړ شی. د هغوئ ښهٔ حفاظت وکړه ځکه چې دا ستا ژوندون دے. ١٤ د شريرانو په لار کښې خپل قدم مهٔ ږده اؤ مۀ د بدکارانو په لار تلل کوه. ١٥ د هغوئ لارو نه ځان وساته، د هغوئ په لار مهٔ ځه، د هغوئ د لارو نه راوګرځه اؤ په خپله لار روان اوسه. ١٦ تر څو پورې چې دوئ غلط کار نهٔ وی کړے تر هغې خوب نهٔ ورځی، تر څو پورې چې دوئ چا ته تيندک نهٔ وى ورکړے نو دوئ تر هغې پورې آرام نهٔ کوی. ١٧ هغوئ د شرارت ډوډئ خوری اؤ د فساد نه ډک شراب څښی. ١٨ د صادِقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځلیږی اؤ لا نوره هم زیاتیږی تر څو چې د ورځې رڼا نهٔ وی راښکاره شوی. ١٩ خو د بدکارانو لار لکه د تورې تیارې په شان ده، دوئ په دې نهٔ پوهیږی چې په څهٔ باندې یې تيندک وخوړلو. ٢٠ زما زويه، زهٔ چې درته څهٔ وایم هغې ته توجو ورکړه، اؤ په غور سره زما خبرې واؤره. ٢١ دا د خپل نظر نه مهٔ اوباسه اؤ په خپل زړهٔ کښې یې دننه وساته. ٢٢ نو دا به هغوئ ته ژوند ورکړی چې څوک يې پيدا کوی، اؤ د هغوئ ټول وجود ته به صحت ورکړی. ٢٣ د هر څهٔ نه اول د خپل زړهٔ خيال ساته، ځکه چې دا د ژوند د هدايت سرچینه ده. ٢٤ د خپلې ‎‎‎‎‎‎‎‎خُلې نه ټګی لرې کړه، اؤ دوکه مارې خبرې د خپلو شونډو نه لرې کړه. ٢٥ په غور سره مخامخ نيغ ګوره، اؤ خپل نظر نيغ وساته. ٢٦ اؤ د خپلو قدمونو دپاره لاره هواره کړه، نو بيا به ستا ټوله لار مضبُوطه وى. ٢٧ ښې اؤ ګس طرف ته مهٔ تاویږه، اؤ خپلې ښپې د شرارت نه وساته.